کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې یې راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د استوګنې لپاره د مځکو ۳۳۵ نمرې وېشلې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نمرې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال وېشلي دي.
سرچینه زیاتوي، دا نمرې د منظم پلان له مخې برابرې شوي، څو راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د سرپناه زمینه برابره او د هغوی د ژوند شرایط ښه شي.
خبرپاڼه کې راغلي، دا بهیر لا هم دوام لري او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې به نورو کورنیو ته هم نمرې ورکړل شي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د کور او ښار جوړولو وزیر د یادو نمرو د وېش پر مهال ویلي: « امارت ژمن دی د مهاجرو وګړو د مسکن ستونزې هوارولو لپاره زمینه برابره کړي او هغوی ته دایمي حل لارې ومومي، د استوګنې د نمرو وېش د شفافیت، عدالت او اړتیا پر بنسټ ترسره کېږي.»
د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې شاخوا اووه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او دا لړۍ روانه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یواېناېچسيار) تېره ورځ وویل چې د اپرېل له ۱۹مې تر مې۲۵ شاوخوا ۱۲ زره افغانان له پاکستان، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.