منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۰ غ.م
۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۹ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د پچیراګام ولسوالۍ په مرغۍ سیمه کې یو ډاټسن موټر چپه شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په مړو شویو کسانو کې څلور مېرمنې او دوه نارینه شامل دي او د پېښې ټپیان د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.