Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې یوه امریکايي خیریه بنسټ د دغه ولایت له سيمهيیز روغتون سره د مور او ماشوم د مړینې مخنيوي په موخه د روغتيايي تجهیزاتو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وايي، په دوربابا ولسوالۍ کې يې د لس ميليونه افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړې کړې دي.
د ننګرهار ولايت د سرهرود ولسوالۍ د يو اوسېدونکي جسد چې دوهنیم کاله مخکې د انسانتښتونکو له لوري تښتول شوی و، پرون موندل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت کې يې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې پر ۵۰ بستريز روغتون کار پيل کړی چې نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.
د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د فارم هډې تاریخي موزیم (هډې موزیم) دې بیاورغول شي چې دې سيمې ته د سیلانیانو د ورتګ لامل شي.
د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار په خوږياڼو او د زابل په ارغنداب ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې شاوخوا شپږ زره کسان کار کوي چې نږدې نیمايي یې ماشومان او تنګي ځوانان دي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړی شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ اته کلنه دښمني چې یوه مېرمن هم پهکې وژل شوې وه، نن د قومي مشرانو په منګړیتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP