Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د نیمروز اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرو دوو میاشتو په پرتله د چرګ غوښې د بیې له ۲۰ سلنه لوړېدو شکایت کوي چې مسوولین په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکوي.
په نیمروز ولایت کې کروندګر په داسې حال کې د روان کال د وچکالۍ او اوبو نشتوالي له امله د خپلو کښتونو له زیانمنېدو شکایت لري چې د اوبو رسونې ادارې مسوولین وايي، له کمال خان بنده د کانالونو غځولو پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.
د نيمروز ځايي سرچينې پر ٢٠٠ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي او وايي چې هر يوه سوالګر ته به د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
د نیمروز ولایت روغتیايي مسوولین په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ښايي د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت ودرېږي.
د نیمروز مرکز زرنج ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د سوالګرو له زیاتېدو اندېښمن دي چې د دغه ولایت مسوولین وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې ۲۰۰ سوالګر په نښه او د حکومت د اوږدمهاله مرستو پروګرام تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.
. . .
د نیمروز امنیتي مسوولینو د دغه ولایت چخانسور او چهار برجک ولسوالیو کې د جنګي تجهیزاتو د دوو زېرمو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
د نیمروز د پوهنې ریاست د دغه ولایت پوهنې برخه کې د ستونزو په منلو سره وايي، د ښوونکو، درسي کتابونو او چاپ وسایلو د کمښت ستونزې هوارولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي دي.
په نیمروز ولایت کې ځیني د باروړونکو موټرو چلوونکي وایي، د ترانسپورټ اداره په دلارام سیمه کې ورڅخه پیسې اخلي، خو دغه اداره وایي چې دا ترانسپورټي کمېشن دی.
په نیمروز ولایت کې یوې ښځې د خپل خاوند په همکارۍ په لومړي ځل، د سینګار او روغتیايي توکو انلاین/ پرلیکه پلورنځی جوړ کړی دی.
ځایي سرچینې وایي چې نیمروز ولایت کې یوه کس د خپلې ښځې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ۹ غړي وژلي دي.
د نیمروز د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې له ۴۰ تر ۸۰ زره هکتاره ځمکه د له منځه تلو خطر سره مخ ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن