ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې کباړ ټولوونکې فاطمه: د بېوزلۍ له امله نه‌شم کولای ښوونځي ته ولاړه شم

نیمروز کې کباړ ټولوونکې فاطمه: د بېوزلۍ له امله نه‌شم کولای ښوونځي ته ولاړه شم

author avatar
12 Feb 2024 - 19:04
نیمروز کې کباړ ټولوونکې فاطمه: د بېوزلۍ له امله نه‌شم کولای ښوونځي ته ولاړه شم
author avatar
12 Feb 2024 - 19:04

زرنج (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): نیمروز کې لس کلنه فاطمه یوه له هغو ماشومانو ده چې د خپلې کورنۍ د اعاشې لپاره کباړ ټولوي، له ا.ا غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

د زرنج ښار په لارو او کوڅو کې د نجونو او هلکانو په ګډون لسګونه ماشومان پر کباړ ټولولو او ځيني یې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره په کثافاتو کې د سون توکو پر ټولولو بوخت دي.

د زرنج ښار په سیداباد کلي کې لس کلنه فاطمه چې یوه سپینه خریطه په لاس کې لري، د کثافاتو په منځ کې د سون توکو پر ټولولو بوخته ده.

هغې په داسې حال کې چې خپلې شاوخوا ته یې کتل او په کثافاتو کې د لټولو په حال کې وه، کله چې د پژواک له خبریالې سره مخ شوه، وارخطا شوه او غوښتل یې چې له سیمې وتښتي، خو له څو دقیقو وروسته پر خپل ځای ودرېده او د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې کباړ ټولولو ته مجبوره شوې، وویل: «پلار مې روږدی دی او درملنې په موخه کندهار ولایت د روږدو کمپ ته انتقال شوی او اوسمهال نفقه ګټوونکی نه لرو.»

فاطمه مجبوره ده چې د خپلې کورنۍ د اعاشې لپاره له خپلو دوو ورونو سره له سهاره تر ماښامه په کثافاتو کې پر کباړ ټولولو بوخته واوسي، څو هغه وپلوري او په پیسو یې څو ډوډۍ او یوه څه بوره وپېري.

هغې وویل: «کومه ورځ چې په کوڅو کې د کثافاتو ټولولو لپاره ګرځم، ځوانان هلکان ما ځوروي…. یو یې کنځل کوي، بل یې راته کوچه‌ګشته وایي، خو زه مجبوره یم کثافات ټولوم څو کور ته ډوډۍ واخلم.»

هغه وایي چې له دې لارې د ورځې سل افغانۍ پیدا کوي، په هغو پیسو څو ډوډۍ او یو څه بور پېري.

فاطمې زیاته کړه: «هیله لرم لکه د نورو نجونو په څېر ښوونځي ته لاړه شم، درس ووایم، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شم کولای.»

هغې له حکومته غوښته وکړه څو له دوی ملاتړ وکړي او ښوونځي ته د تلو زمینه ورته برابره کړي.

خو دا یوازې فاطمه او ورونه یې نه دي چې د شپې او ورځې تېرولو لپاره پر واټونو کار کوي، لسګونه نور ماشومان هم شته چې د ورځې د زرنج ښار په واټونو کې د کثافاتو په منځ کې د کباړ ټولولو په موخه او یا د سړکونو پرغاړو پر کار بوخت وي.

ورته وخت کې د زرنج ښار یو بل ۱۰ کلن اوسېدونکی عبدالکریم چې پلار یې څو کاله مخکې مړ شوی، وایي، د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري.

نوموړي وویل، هره ورځ سهار ۷ بجې له کوره راوځي او د ماښام تر ۶ بجو د زرنج ښار له واټونو د کثافاتو له منځه د پیپسي قوطي راټولوي او هغه پلوري او په هغو د کور د ګرمولو لپاره سون توکي پېري.

هغه زیاته کړه: «د کثافاتو له منځه د ضایعاتو پیدا کولو او د هغو د پلور له لارې د ورځې ۱۵۰ افغانۍ تر لاسه کوم او خپلې مور ته یې ورکوم.»

عبدالکریم هم هیله لري چې ښوونځي ته لاړ شي او زده‌کړې وکړي.

هغه وویل: «زه غواړم لکه د نورو ماشومانو په څېر ښه کالي ولرم، ښوونځي ته لاړم شم، خو نور څوک نشته چې کار وکړي، ډوډۍ پیدا کړي، زه مجبور یم چې کار وکړم.»

هغه له ا.ا غوښتنه وکړه چې له ده او نورو ماشومانو ملاتړ وکړي او زیاته یې کړه: «زما هم خوښيږي لکه د نورو ماشومانو په څېر ښه ژوند ولرم، غواړم چې ښوونځي ته لاړم شم، خو یتیم یم، سرپرست نه لرم، که کار ونه کړم څوک به ډوډۍ راوړي، له دولته غواړم چې زموږ له کورنۍ سره مرسته وکړي څو زه درس ووایم.»

ورته وخت کې، اته کلن محمدشفیق او شپږ کلن سلیم چې دواړه ورونه دي او مور او پلار یې پر نشه‌یي توکو روږدي دي، د هغو ماشومانو له ډلې دي چې هره ورځ له کثافاتو کباړ ټولوي او پلوري یې.

محمدشفیق وویل: «ټول ښار کې پیاده ګرځم څو یوه دوه کیلو کباړ راټول کړم، د هغو ۵۰ افغانۍ کېږي او هغه د شپې پلار ته ورکوم، که دا کار ونه کړم، ما وهي او له کوره مې باسي، مجبور یم چې شپه له کوره باندې تېره کړم.»

سلیم هم چې لکه د نورو ماشومانو په څېر هیله لري څو ښوونځي ته لاړ شي، وایي: «زما هم خوښېږي چې د نورو ماشومانو په څېر درس ووایم، بکس، بوټان او کتابونه ولرم، ښه کالي ولرم، خو کومې پیسې چې پیدا کوم فقط زموږ ګېډې پرې مړېږي او کله کله وږي هم پاتې کېږو.»

نوموړی هم له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي او وایي چې د ده او د ده په څېر نورو ماشومانو ته چې په سړکونو کې کار کوي د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي محمدعمر زبیر پژواک ته وویل: «هغه یتیم ماشومان او هغه ماشومان چې والدین یې روږدي یا ناروغ وي او یا د کار کولو وس نه لري او د خپلو ماشومانو نفقه نه شي برابرولی، د کار او ټولنیزو چارو ریاست د خلکو په همکارۍ دغه ماشومان راټولوي، روزنتون کې یې تر مراقبت لاندې نیسي او ورته‎ د ښوونې او روزنې ټول امکانات برابروي.»

هغه وویل چې له بې سرپرستو نجونو د ملاتړ په موخه تصمیم لري چې د نجونو دارالایتام جوړ کړي او ۹۰ بې‌سرپرسته نجونې به په کې جذب کړي.

سرچینې وویل چې د هلکانو د دارالایتام ظرفیت هم لوړ شوی او په کې به ۱۰۰ هلکان جذب شي.

نوموړی وایي، د زرنج ښار او د نیمروز د پنځو ولسوالیو په کچه د نجونو په ګډون د بې‌سرپرسته ماشومانو د جذب پروسه پیل شوې او هرې ولسوالۍ ته له ۱۰ تر ۲۰ کسانو سهمیه ورکړل شوې چې د دغه ریاست کارکوونکي هره اونۍ یوه ولسوالۍ سروې کوي.

Visits: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.