د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د برېښنا پرچاوۍ هم ډېرې شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو پروسه پیل شوې خو لا هم امنیتي ځواکونه په ښار کې په شخصي جامو کې ګرځي.
په داسې حال کې چې د اوبو کمښت اوس په هېواد کې یوه لویه ستونزه ده، د هرات اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې لس پولنډي سیلانیان دغه ولایت ته تللي او ټاکل شوې چې د هرات له تاریخي ځایونو لیدنه وکړي.
هرات کې د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرستې فرزانې بارکزۍ د خیاطۍ تولیدي مرکز په جوړولو سره ځان او څو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هرات کې سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت له تختصفر څخه تر ګمرک ریاسته د سړک پراخولو او قیراچونې کار د څلوېښت میلیون افغانیو په لګښت رسماٌ پیل شو.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۲۴۰ بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو لیدنه کړې او سیلانیانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کثافتدانیو کموالی او د ښار په پاکولو کې د خلکو نه همکاري د چاپېریال ککړېدو، د سړکونو غاړو ته د کثافاتو راټولېدو او د ښار د بدرنګۍ لامل شوی دی.
د هرات امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست موسیقي غږول د ځوانانو د بېلارۍ او د ټولنې د تخریب لامل ګڼي او وایي چې د موسیقۍ یو شمېر هغه الې او وسایل یې سوځولي چې د دې ادارې محتسبینو راټول کړي وو.
هرات (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د ژورو څاګانو کیندلو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د دغه
هرات کې یو شمېر تار تولیدوونکي بهر ته د دغه محصول د صادراتو درېدو له امله اندېښمن دي او وايي، که وضعیت همدا ډول دوام وکړي اړ دي خپلې کارخونه وتړي.
په هرات کې امنیتي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د حرفوي غلو یوه ډله نیول شوې ده.