ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات اوسېدونکي: د امنیت لا ټینګښت لپاره دې امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ چټکه شي

د هرات اوسېدونکي: د امنیت لا ټینګښت لپاره دې امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ چټکه شي

author avatar
13 Aug 2023 - 16:47
د هرات اوسېدونکي: د امنیت لا ټینګښت لپاره دې امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ چټکه شي
author avatar
13 Aug 2023 - 16:47

هرات (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو پروسه پیل شوې خو لا هم امنیتي ځواکونه په ښار کې په شخصي جامو کې ګرځي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي ذبیح‌الله اڅکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو لپاره د یونیفورم نشتوالی د دې لامل کېږي چې ځیني کسان د امنیتي ځواکونو له نومه ناوړه ګټه واخلي چې د دغه وضعیت دوام هم د خلکو او هم د یادو ځواکونو پر زیان دی.

د هغه په خبره، که چېر امنیتي ځواکونه ځانګړې جامې ونه لري، ځیني کسان د خلکو ارامۍ د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو له نومه ګټه اخلي چې دغسې ډېر موارد څو ځلې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو له خوا تعقیب شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، نظام له نظم څخه اخیستل شوی او د خلکو غوښتنه هم همدا ده چې ټول امنیتي ځواکونه ځانګړی یونیفورم او جامې ولري څو په ټولنه کې ناوړه ګټه اخیستونکي خلکو ته زیان ونه رسوي او د امنیتي ځواکونو له نومه ناوړه ګټه وانه‌خلي.

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی عزیزالرحمن کاکړ هم د دغه حالت پر دوام د اندېښنې په څرګندولو وایي، امنیتي ځواکونه باید ځانګړې جامې ولري څو د ملکي او نظامي خلکو ترمنځ توپیر وشي.

هغه وایي، اوسمهال ډېری امنیتي ځواکونه په چک‌پاینټونو کې په شخصي جامو کې ولاړ وي او یا په ښار کې ګرځي خو پېژندل کېږي نه چې د کومې امنیتي ادارې اړوند دي او د دغه وضعیت دوام ښايي په ټولنه کې بې‌نظمي او امنیتي ځواکونو کې ګډوډي رامنځته کړي.

دغه راز، د هرات امنیې قوماندانۍ مسوولینو د یاد ولایت د خلکو د یادې اندېښنې په تایید پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ روانه ده او تر اوسه بشپړه شوې نه ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف وویل چې هرات ته یو څه نظامي جامې رسېدلې چې ولسوالیو او امنیتي حوزو ته وېشل شوې دي.

د هغه په وینا، د یاد ولایت امنیه قومانداني هڅه کوي څو امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ ژر تر ژره بشپړه کړي څو د ښار او ولسوالیو په کچه ټول امنیتي ځواکونه د خپلو دندو پر مهال ټاکلی یونیفورم ولري.

ورته مهال، د چارو شنونکي امنیتي ځواکونو ته ځانګړی یونیفورم د جرمونو مخنیوي لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې په مشخص یونیفورم سره به د مغرضو کسانو مخه ونیول شي.

د هرات پوهنتون یوه استاد علي‌احمد محمدي پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونو ته ځانګړی یونیفورم د دې لامل ګرځي څو ګټه اخیستونکي کسان ونه شي کولای غلا وکړي او یا خلک وګواښي.

نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو ته ځانګړی یونیفورم یو مهمه اړتیا ده څو د هېواد په کچه لا ښه امنیتي خدمتونه برابر شي.

هغه وویل: «په هغه صورت چې جامې موجودې وي، هر یو خاص رنګ یې خلک وپېژني، ښکاره ده چې نور ناوړه ګټه اخیستونکي کسان نه شي کولی غلا وکړي او یا دا چې خلک وګواښي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ښارونو کې له یونیفورم پرته د اسلامي امارت ځواکونو شتون تل له نیوکو سره مخ شوی او هېوادوال غواړي ټول امنیتي ځواکونه پر نظامي یونیفورم سمبال وي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.