د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي کمېټه وايي، د هېواد جیټکانډو کمېټې او د ووشو په ملي فدراسیون کې د ایټياېف تکواندو ورزشکارانو د ازبکستان په سیالیو کې شپږ د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې تر اوسه د مانکي پاکس (بېزو ټناکې) ناروغۍ مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.
د افغانستان د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو د اتلولۍ له ګټلو وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تېره میاشت یې په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۵ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په ټول هېواد کې تر دې مهاله ۶۲ زره ۱۹۳ سوالګر ټول شوي چې ۳۱ زره ۱۲۶ يې حرفوي پېژندل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې او د یاد وزارت سرپرست د هدايت پر اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي چې د ګوزڼ یا پولیو واکسین د تطبیق پروګرام به د هېواد په ټولو سیمو او بانډو کې د مساجدو له لارې پلی شي.
د افغانستان د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو مرستيال وايي چې تېر کال د هېواد په کچه د خلکو او قومونو ترمنځ څه باندې ۴۰۰ شخړې هوارې شوې دي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېره میاشت کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو له لارې افغانستان ته د درې زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان مېلادي کال په تېرو نږدې نهو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۰ زره او ۷۲۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۵۸ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۵۵۰ نور بېرته رغېدلي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست، تېره ورځ اروزګان کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې هېواد کې اوسنۍ پراختیایي چارې د امریکا په ډالري کڅوړو نه دي روانې، بلکې لګښتونه یې له ولس څخه په راټولېدونکو مالیاتو پوره کېږي.