د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د هېواد په څلور نورو ولایتونو ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند کې هم د اسان خدمت مرکزونه فعالوي.
د ا.ا مشرتابه د چارو ادارې ریاست د سرپرست په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې څو په افغانستان کې هغه ناسم دودونه تثبیت کړي چې هم د شریعت له مخې ناروا دي او هم یې خلک له امله ډېرو لګښتونو ته اړ کېږي.
د چارو اداره وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم یې په هېواد کې د ناسمو دودونو د مخنیوي او اصلاح په موخه یوه کړنلاره تصویب کړې او هیله یې څرګنده کړې چې په پلې کېدو سره به یې په ټولنه کې اصلاح رامنځته شي.
په وروستیو کلونو کې په هېواد، په ځانګړي ډول شمال زون کې وزلوبه یو ځل بیا غوړېدلې او د دې ملي او پخوانۍ لوبې د لوبغاړو او مینهوالو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې سرپرست د ماینپاکۍ د داخلي او بهرنیو موسسو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې امنیت تامین شوی او باید ټولې ځمکې له ماینونو پاکې شي.
د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمر د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وايي، له فوټبال فدراسیون سره ستر پلانونه لري، څو وکولای شي د ۲۰۲۵ کال اسیا ملتونو جام سیالیو کې پیاوړي راڅرګند شي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابو راتلو خبر ورکوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وايي، افغان لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې ښې لوبې ونه کړې خو هڅه کوي په راتلونکو لوبو کې خپلو نيمګړتیاوو ته پاملرنه وکړي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي چې سږ کال تر اوسه پورې په ټول هېواد کې له لږ تر لږه ۱۳۰ زره کورنیو سره مرسته شوې ده.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د هېواد په سړو سیمو کې د لومړنیو ښوونځیو کلنۍ ازموینې د روانې لړم میاشتې په ۲۶مه او د منځنیو او لېسو ازموینې د راروانې لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تېره اونۍ د فراه، نمیروز او هرات ولایتونو له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي ګرځول شوي دي.