Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر اونۍ د هېواد له درېیو ګمرکونو لسګونه ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي

تېر اونۍ د هېواد له درېیو ګمرکونو لسګونه ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي

author avatar
9 Nov 2024 - 15:54
تېر اونۍ د هېواد له درېیو ګمرکونو لسګونه ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي
ارشیف
author avatar
9 Nov 2024 - 15:54

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تېره اونۍ د فراه، نمیروز او هرات ولایتونو له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي ګرځول شوي دي.

مالیې وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست تېره اونۍ د افغانستان له درېیو ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې‌‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځولي دي.

سرچینې زیاته کړې، د ګرځول شوو یادو توکو ۲۰ ټانکره د فراه له ابونصر فراهي ګمرک، ۲۸ ټانکره د نمیروز او ۱۲ ټانکره د هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو بېرته ګرځول شوي دي.

د مالیې وزارت معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شوو معتبرو معیارونو له مخې، هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي موادو واردولو ته زمینه برابروي او د بې‌کیفیته توکو له واردولو په کلکه مخنیوی کوي.

د مالیې وزارت د روانې لړم میاشتې په ۱۲مه هم ویلي وو چې په یوه اونۍ کې د فراه، نیمروز او بلخ ولایت له ګمرکونو ۱۲۸ ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.