د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د زېړي ناروغۍ ۱۴ زره او ۷۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، تېرو نهو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د دغه وزارت د تخنیکي او حرفوي زدهکړو له مرکزونو ۳۴ زره کسان فارغ شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د پاکستان په ګډون له هېڅ کوم هېواد سره د افغان نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نه لري او په دې تړاو ټولې ادعاوې بېبنسټه دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین درې ورځنی فرعي کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به یې شپږ میلیون ماشومان واکسین شي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه ۹۸۳ زره او ۵۵ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې هېواد کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پيل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۵ میلیون کسانو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
مالیې وزارت وایي، تېره اونۍ د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هغو څه باندې ۴۴ زره کیلوګرامه توکو مخه نیول شوې چې په قاچاق ډول هېواد ته راوړل کېدل.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله څه باندې ۴۱ سلنه او له دې ناروغۍ د مړه شوو کسانو شمېر ۴۲ سلنه کم شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشهيي توکو د روږدو کسانو پر درملنه په کلني ډول یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۳۵ زره روږدو درملنه شوې ده.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د هېواد په څلور نورو ولایتونو ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند کې هم د اسان خدمت مرکزونه فعالوي.
د ا.ا مشرتابه د چارو ادارې ریاست د سرپرست په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې څو په افغانستان کې هغه ناسم دودونه تثبیت کړي چې هم د شریعت له مخې ناروا دي او هم یې خلک له امله ډېرو لګښتونو ته اړ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP