کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې تر اوسه د مانکي پاکس (بېزو ټناکې) ناروغۍ مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه  لیکلي چې د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني له کورنیو او نړۍوالو همکارانو سره له مانکي پاکس (بیزوګي ټناکه) ناروغۍ د مخنیوي په اړه خبرې اترې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په یاده ناسته کې چې د روغتیا نړۍوالو سازمانونو استازو او د یاد وزارت ځینو مرکزي رییسانو په کې ګډون درلود، مولوي عبدالولي حقاني د مانکي پاکس ناروغۍ مخنیوي او کنټرول برخه کې د یادو سازمانونو او د وزارت یو شمېر ریاستونو له لوري او د چارو د لا چټکتیا، لازمو تدابیرو نیولو او اسانتیاوو برابرولو لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین ویلي: «سره له دې چې تر اوسه د یادې ناروغي هیڅ مثبته پېښه په افغانستان کې ثبت شوې نه ده؛ خو باید لازم چمتووالی ولرو څو هېوادوال مو د بېزو له ټناکې او نورو ساري ناروغیو وساتل شي.»