د سټنډرډ ملي اداره وایي چې په تېر یوه کال کې افغانستان ته د څه باندې ۱۲۸ زره ټنه بېکیفیته نفتي او ۱۵۲ ټنه ساختماني توکو د واردېدو مخنیوی شوی دی.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي د بېکیفیته تېلو له واردېدو شکایت کوي، خو د دغه ولایت د سټنډرډ ملي امریت وايي چې د بېکیفیته تېلو د واردېدو د مخنیوي لپاره تدابیر په پام کې لري.