Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د راپورنو له مخې، پاکستان کې د تېرو څو ورځو ورښتونو له امله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
حکومتي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله په هلمند او لغمان ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د فراه د کرنې ریاست وايي چې وروستیو ورښتو او سړې هوا په دغه ولایت کې د شنو خونو نږدې نیمايي فصلونه له منځه وړي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۲۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.
د باغیس ځايي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو، سړې هوا او څاریو ته د خوراکي توکو کمښت له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۶۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
د بغلان په مرکزي بغلان، دهنهغوري او تالهوبرفک ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سړې هوا له امله تر اوسه څه کم اوه زره څاروي له منځه تللي دي.
په کونړ، اروزګان او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله یو شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، ډېر شمېر څاروي او لسګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.
راپورونه وايي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پرلهپسې ورښتونو، د ځمکې ښویېدو او د خونو چتونو لوېدو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
کندهار کې ځایي مسوولین وايي، د کندهار ښار ځینو ناحیو او ولسوالیو کې په تېرو درېیو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې مسوولین وایي، وروستيو ورښتونو په دغه ولايت کې ١٠٨ کورونه ويجاړ کړي، ١٢٠ جريبه کرنيزه ځمکه يې له منځه وړې او يو کس يې ټپي کړى دى.
د افغانستان حکومت، سر له ننه په هېواد کې د ورښتونو له امله بېړنی حالت اعلان کړی، وایي چې اړوندې ادارې د احتمالي ستونزو د مخنیوي لپاره د تیارسۍ په حالت کې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP