Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسعداباد، ترینکوټ، مهترلام (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): په کونړ، اروزګان او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله یو شمېر کسانو ته د مرګ‌‌ژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، ډېر شمېر څاروي او لسګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.

د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتو‌والي ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احساس پژواک خبري اژانس ته وویل، وروستیو ورښتونو د دغه ولایت د مرکز په ګډون په چپې درې، خاص‌کونړ، ناړۍ، مرورې، نرنګ، سرکاڼو او اسمار ولسوالیو کې د استوګنې ۲۲۶ کورونه، یو شمېر لویې لارې او کروندې زیانمن کړي او لسګونه څاروي تلف شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په اسعداباد ښار کې د یوې خونې چت لوېدو له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

ورته مهال، د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتو‌والي رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک ته وویل چې وروستیو ورښتونو په دغه ولایت کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د ورښتونو له امله د استوګنې سل کورونه زیانمن شوي، ۱۰۰ جریبه کرنیز فصلونه او ۹۰ څاروي له منځه تللي دي.

د یو بل خبر له مخې، په اروزګان کې هم د ورښتونو له امله د استوګنې ۱۳ کورونو زیانمن شوي دي.

د اروزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ کورونه ویجاړ شوي او زیاتوي، هڅې یې پیل کړې چې زیانمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.

په همدې حال کې د یادو ولایتونو اوسېدونکي له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې له هر څه مخکې د سرپناه ‌برخه کې ورسره مرستې وشي، خو ځايي مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې د ورښتونو له امله د زیانمن شوو کسانو سروې یې پیل کړې او ځینو ته لومړنۍ مرستې هم رسېدلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.