Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسلامي امارت مشر په لومړي ځل په هېواد کې د ۳۱۸ عمومي روغتونونو (General Hospitals) د جوړولو امر کړی دی.
د فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو د ودانیو له ډلې یوازې د پرچمن ولسوالۍ ودانۍ روغه پاتې ده، د نورو ولسوالیو ودانۍ د تېرو جګړو له امله یا بشپړې او یا هم نیمې ویجاړې شوې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال سرپل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د دغه وزارت د فن او حرفې له مرکزونو هر کال ۲۰ زره کسان فارغ او د کار لپاره بازار ته وړاندې کېږي او هڅه کوي څو دغه مرکزونه په ولسوالیو کې هم جوړ کړي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا غځولو په برخه کې د تېر حکومت پر بېغوري د نیوکې ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي څو د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.
مسوولین وایي چې د غزني اندړو او ناوې ولسوالیو لپاره د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د نوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP