Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۸۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته وړیا ښوونیز پروګرام پيل شو.
د هلمند سیمهییز چارواکي وایي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یو پنځه کسیزه روغتیایي ټیم ورغلی او د سترګو پر ناروغۍ د اخته پنځه زره کسانو وړیا درملنه کوي.
په ختيځ زون کې د اترا ادارې مسوولين وايي، تورخم کې یې د پنځو مخابراتي شرکتونو په همکارۍ له پاکستانه راستنو شوو هېوادوالو ته ۴۲ زره او ۴۲۳ سیمکارتونه په وړیا ډول وېشلي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۴۰ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یوه افغان ډاکټر په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې د جراحي عملیاتو له لارې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په وړیا ډول د شاوخوا ۶۰۰۰ هغو ماشومانو درملنه کړې چې شونډې یې چاک وې.
خلک د کابل انتاني او اتاترک روغتونونو له چوپړ څخه خوښ دي چې ناروغانو ته یې د وړیا معاینو او درملو زمینه برابرې کړې ده؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، اوس له ځینو پرته په ټولو دولتي روغتونونو کې همدا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP