Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او برهکيبرک ولسوالۍ کې د ۱۴ کرنیزو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.
د لوګر د مرکز پلعلم ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د څلورلارو، واټونو او کانالونو پاکولو په موخه یو ورځنی حشر وشو.
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د پاکولو په موخه د ۲۵۰ ځوانانو له خوا عمومي حشر وشو.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کۍ د امیرغازي بند پاکولو چارې پیل شوې او د دې پروژې په بشپړېدو سره به دوه زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.
د میدانوردګو په مرکز او جلریز ولسوالۍ کې نن د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا له ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لوري د زراعتي کانالونو پاکولو په برخه کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۹ پروژو چارې پیل شوې.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د پنځه کیلومتره په اوږدوالي د اوبو یوه کانال پاکولو چارې پیل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن