Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار چې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله له تېرو دوو شپو راهیسې تړل شوې وه، نن د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
د نورستان ولايت د ټولګټو چارو رياست مسوولين وايي، د کونړ – نورستان لويه لار چې څلور ورځې مخکې د واورې ډېر ورښت له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافيکو پر مخ پرانیستل شوه.
چارواکي وايي چې د سالنګ لویهلار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده خو د پروان – بامیان لویهلار د تګ راتګ پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خلکو ته د اسانتیا په موخه د دغه بانک یوه څانګه په یاد ریاست کې پرانیستل شي.
د راپورونو له مخې، د افريقا په الجزاير کې د نړۍ په کچه درېيم لوی او د افریقا په کچه تر ټولو لوی د «جامع الجزایر» په نوم جامع جومات پرانیستل شو.
د نورستان ټولګټو ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز پارون ته له کونړه غځېدلې لار چې د واورې له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو لارې چې د واورې ورېدو له امله له مرکز پلخمري سره تړل شوې وې، نن بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته د چابهار له بندره د افغان سوداګرو د توکو لېږد رالېږد بېرته پیل شو او د دغه بندر له لارې د توکو د انتقال بهیر ګړنديکېدو برخه کې ځیني اقدامات هم شوي دي.
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو موټرو لپار له دواړو خواوو او بار وړونکو موټرو لپاره له شمال څخه جنوب ته پرانیستل شوه.
د بدخشان د مرکز فیضاباد – کشم ولسوالۍ عمومي لاره چې نن سهار په درېیو برخو کې د سختو واورو له امله بنده شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
په چین کې د افغانستان سفیر او د هغه هېواد د اسیایي څانګې مشر د «عینک مسو کان» چارو پر پیل ټینګار کړی او افغان سفیر هیله څرګنده کړې چې د «واخان دهلېز» پرانیستل کېدو لپاره هم باید هڅې ګړندۍ شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګ لویې لارې د تونلونو او ګالریو له بیارغونې وروسته د دې لارې د پرانیستې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د سالنګ د دویم تونل جوړولو چارې هم پیل کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن