Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار ځینو ناحیو کې د شاوخوا ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د اروزګان پوهنتون کې د څه باندې ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او دغه راز د دغه پوهنتون د احاطې دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست ولایت په مرکز کې د څه باندې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک، ویالو او یوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
مسوولین وایي، د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې او د بغلان په دوشي او دهنهغوري ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې چې شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې د څه باندې ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د میدانوردګو لوړو زدهکړو موسسه کې د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوې.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالي وایي، د ښار په اوومه ناحیه کې د ۲۴،۱ میلیون افغانیو په لګښت د سړک او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په خوست کې د څه باندې ۱۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۸۴ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې دي.
ځايي مسوولین وايي، د فراه په خاکسفېد ولسوالي کې د یو چکډېم او د هلمند په بغنۍ ولسوالي کې د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې جوړېدو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۸۹ میلیون افغانیو په لګښت د د درېیو سړکونو او د یوه پله جوړلو چارې پیل شوې.
د رياستالوزراء اداري مرستيال د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه کې د ټاپي، ټاپ او د افغان – ټرانس په شان سترو پروژو د پلي کولو برخه کې د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP