ژبه

غزني ښار کې د پنځو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): غزني کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د غزني ښاروال مولوي سردارولي ثابت نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې په دغو پروژو کې د یوه سړک او څلورو فرعي کوڅو رغول شامل دي چې د لومړۍ او دویمې ناحیو اړوند سیمو کې پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، پر یادو پروژو ۱۸ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره، یاد سړک او فرعي کوڅې کانکرېټ کېږي چې د هرې کوڅې او سړک اوږدوالی ۶۰۰ متره او سور یې ۶ متره دی او ټولټال ۱۷ سوه متره سړکونه کېږي چې ترڅنګ یې د اوبو ویالې هم جوړېږي.

ثابت وايي چې د یادو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د ورځې دوه سوه کسانو ته په‌کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

‎د یادې سیمې یو اوسېدونکی او قومي مشر نثاراحمد نادري هم وایي، دغه کوڅې او سړکونه د غزني ښار په مهمو برخو کې دي چې د ورځې زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي.

ورته موضوع