Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د تدارکاتو ملي ادارې په ۱۴۰۳ کال کې د ۷۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۵۲ پروژې منظورې کړې دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د بلخ مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې کار پیل شوی.
د بلخ د اقتصاد ریاست وایي چې تېر زېږدیز کال د دغه ولایت په کچه د شاوخوا ۲۷۵ میلیون ډالرو په لګښت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۸ پروژې پلې شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو تړونونه منظور او د ۷ نورو یې تعدیل کړل.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، روان لمریز کال په دغه ولایت کې د څه باندې ۲،۷ میلیارد افغانیو په لګښت ۹۵ پرمختیایي پروژې پلې شوې او یا د پلې کېدو په حال کې دي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې د دې ترڅنګ دې لویې بنسټیزې پروژې هم پلې شي.
د لوګر د اقتصاد ریاست وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۱،۴ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۱۱ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال په اوږدو کې د پکتیا مرکز او دوو ولسوالیو کې د نږدې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې رغنیزې پروژې چارې پيل شوې.
د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروال وايي چې ښاروالۍ او ځینو موسسو د دغه ښار د پراختيا، پرمختيا او ښکلا برخو کې په تېرو نهو مياشتو کې ۷۰ پروژې پلې کړې دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت د کرنیزو اوبو د مدیریت ۲۲ وړې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د روان لمریز کال په اوږدو کې په میدانوردګو ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې دي.
په غزني او هلمند ولایتونو کې د څه باندې نهه میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP