پاراخ (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): د پنجشېر ځایي چارواکو اعلان کړی چې د دغه ولایت د پریان او درې ولسوالیو خلکو ته د اوبولګولو کانالونو، کانکرېټي او خامو سړکونو، د محافظتي دېوالونو او پلیو لارو په ګډون ۴۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د «اکتید» موسسې له لوري د ۶۱ میلیون او ۸۳۸ زره افغانیو په لګښت پلې شوې دي.

د هغه په وینا، ۲۳ پروژې په پریان ولسوالۍ کې او ۱۷ نورې په درې ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو پروژو کې ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د څه باندې ۱۸ زرو کورنیو ستونزې یې هوارې کړې دي.

د درې ولسوالۍ د عبداللهخېل کلي یوه اوسېدونکي مددخان پژواک ته وویل: «زموږ لارې ورغول شوې، د خلکو ستونزې حل شوې، مخکې له جوړېدو په ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو، اوس مو ستونزې حل شوې دي.»

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په پنجشېر کې ۲۰۰ نورې پروژې هم روانې دي څو د خلکو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.