Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښټ یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې نن د ځايي خلکو په شخصي لګښت د یوه ۳۰ متره پل د جوړېدو چارې پیل شوې چې اووه اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.
د لغمان د دولتشاه ولسوالۍ د فرشغان درې اوسېدونکي شکایت کوي چې د فرشغان پر سیند د پله نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له سختو ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې پل ورته جوړ کړي.
اروزګان کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت ګېزاب ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د یوه پله د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
نورستان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې نن د یوه ۱۵ کیلومتره سړک د ترمیم ترڅنګ د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې چې ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د ځایي اوسېدونکو له لوري د درېنیم میلیون افغانیو په لګښت یو پل او پنځه کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې یوه کس په شخصي لګښت د لس میلیونه افغانیو په ارزښت یو پل جوړ کړی چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نن سهار د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له یوه پله د موټر لوېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي او یو نادرکه دی.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په پای اسکان سیمه کې د هلمند پر سیند په خپل شخصي لګښت معیاري پل جوړوي.
د خوست ولايت په موسیخېلو ولسوالۍ کې ځايي خلکو په خپل شخصي لګښت د يوه لوی پله جوړولو چارې پيل کړې دي.
سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د خلکو په څه باندې ۱۲ میلیون افغانیو شخصي لګښت د یوه پُل په جوړېدو سره د تګ راتګ برخه کې د لسګونو کلیو خلکو ستونزه هواره شوې ده.
د نورستان د ټولګټو چارو ریاست وايي، د کونړ – نورستان پر لویه لار د واما ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې یو پل جوړ کړی او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP