کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښټ یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کونړ والي مولوي قدرتالله ابوحمزه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه پل د ملي دفاع وزارت په مالي مرسته د دانګام ولسوالۍ په دوبندو سیمه کې جوړ شوی دی.
دی وایي، یاد پل نږدې ۳۱ متره اوږدوالی او شپږ متره پلنوالی لری چې ټولټال پرې څه باندې ۱۸ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
ابوحمزه وویل خوښ دی چې د دانګام ولسوالۍ د دوبندو سیمې زرګونو خلکو ته د پل په جوړېدو سره د تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې شوې.
د یادې سیمې یوه قومي مشر محمد یوسف پژواک خبري اژانس ته وویل کلیوال یې پخوا د پل نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او په وینا یي چې د خوړ اوبو کچې ډېريدو له امله به کله ناکله په ورځو بند پاتې وو.
هغه له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې دانګام ولسوالۍ ته د پرمختیایي چارو برخه کې پاملرنه زیاته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP