ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د خلکو په شخصي لګښت یو لوی پل جوړېږي

خوست کې د خلکو په شخصي لګښت یو لوی پل جوړېږي

author avatar
19 Aug 2024 - 15:20
خوست کې د خلکو په شخصي لګښت یو لوی پل جوړېږي
author avatar
19 Aug 2024 - 15:20

خوست‌ښار (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د خوست ولايت په موسی‌خېلو ولسوالۍ کې ځايي خلکو په خپل شخصي لګښت د يوه لوی پله جوړولو چارې پيل کړې دي.

دغه پل د موسی‌خېلو ولسوالۍ په غلنګ سيمه کې موقعیت لري چې د پکتیا ولایت ترڅنګ دوه ولسوالۍ له خوست‌ښار سره نښلوي.

ځايي اوسېدونکي وايي، تر دې دمه يې د دغه پله پر جوړولو ۱۲ ميليون افغانۍ لګولې دي.

د هغوی په خبره چې په دې سيمه کې د پل نشتوالي له امله د سېلابونو راتلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د موسی‌خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي باوري منګل پژواک خبري اژانس ته وويل: «په تېرو شلو کلونو کې موږ د دې پله د جوړېدو غوښتنه وکړه خو ونه شو، ولس ډېر په تنګ و، کله به چې سېلاب راغی، له مختلفو ستونزو سره به مخ وو، بلاخره دا ستره پروژه موږ په خپله پيل کړه او دا دی چارې یې نوي سلنه سرته رسېدلې دي.»

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي محمديعقوب منګل هم له پژواک سره خبرو کې د غلنګ پل جوړېدل ډېر مهم وبلل.

هغه وویل چې د پله نشتوالي له امله د دې سيمې اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د سېلاب اوبو راتلو پر مهال د خوړ یوې او بلې غاړې ته په ساعتونو انتظار باسي.

دی وايي: «الحمدالله موږ دا پل د ولس په چندو ورساوه، کله به چې سېلاب راغی نو خلکو باندې به شپه راغله، له اوبو به نه شوای پورې ورتلای، مريضان، زخميان، ښځې او ماشومان به ټول بند پاتې وو.»

د موسی‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، که څه هم د پله جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې خو استنادي دېوالونه يې ډېر لګښت ته اړتيا لري چې دوی يې د جوړولو توان نه لري او په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

هغوی وايي، که دې برخه ته پر وخت پاملرنه ونه شي، ښايي پرې شوی لګښت او خواري به يې د سېلاب د اوبو خوراک شي.

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکی عقل‌خان وايي: «په دې پله باندې نيم مصرف شوی او نيم پاتې دی؛ دې خوړ کې ډېر په زور سره اوبه راځي، که دا استنادي دېوالونه ورته جوړ نه شي نو زموږ به دا کړی کار له منځه لاړ شي.»

بل لور ته، د خوست د ټولګټو رياست مسوولين بيا وايي چې دوی تر خپله وسه د ياد پله په جوړېدو کې همکاري کړې ده.

د خوست د ټولکټو سرپرست رییس خيال‌الدين واجد پژواک ته وويل، د دغه پله سروې، ډيزاين او د کيفيت څارنې برخو کې د همکارۍ ترڅنګ د حکومت له فوق‌العاده بودجې پنځه ميليونه افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

هغه زياته کړه: «په دا ډول عام‌المنفعه پروژو کې د حکومت ترڅنګ د خلکو ونډه ډېره مهمه ده او ښې پايلې لري؛ د غلنګ پل په لومړي سر کې هم د خلکو له خوا جوړېده او اوس هم روان دی، موږ پر خپل وخت د دې پله له چارو نظارت کړی او کوو يې هم ان‌شاالله.»

موسی‌خېل د خوست ښار شمال ته په شاوخوا ۴۰ کيلومترۍ کې پرته غرنۍ ولسوالي ده چې لارې يې د سېلابونو پر مهال د پلونو نشتوالي له امله تړل کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.