Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
پولیسو د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې دوه تنه په دې تور نیولي چې له خلکو یې څه باندې ۸۰۰ زره افغانۍ په دې پلمه ټولې کړې چې د قوشتېپې کانال پر غاړه ورته ځمکې وېشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او په نږدې راتلونکي کې به د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.
کورنیو چارو وزارت، د پاسپورت عمومي رییس د توقیف ادعا په اړه وایي، هغه او ځینې نور امنیتي چاروکي، ننګرهار کې د ځمکو اړوند لاریونونو د وضاحت لپاره د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي او د پاسپورټ رياست اړوند داسې کومه خبره نه شته چې د اندېښنې وړ وي.
د هند بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د غصب شوو ځکو د بېرته را ګرځولو په اړه د افغانستان عدلیې وزارت پرېکړه مثبت بدلون بللی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د قوشتيپې کانال له شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه پر یوې طرحې کار روان دی.
د کونړ یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د دوی للمي ځمکو ته د دغه ولایت له سینده کانال تېر کړي.
د عدلیې وزارت وايي چې د دغه وزارت تخنیکي پلاوي د کابل ښار د شېرپور سیمې اړوند ځمکو بیاکتنه پیل کړې ده.
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې سرپرست رييس وايي، په دغه ولایت کې د کابل سيند دواړو غاړو ته زرګونه جريب ځمکه غصب شوې چې د راګرځولو لپاره یې پر يوه پلان کار کوي.
په ننګرهار کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون فعاليت پيل کړ؛ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې به بېرته راوګرځول شي.
په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې په یوه تازه ګام کې د دغه ولایت په مرکز کې پر غصب شوو دولتي ځمکو د جوړ شوو هټیو، پټرول پمپونو، کورونو او نورو ودانیو نړولو لړۍ پیل کړه.
د ګردېز ښاروالۍ مسوولين وايي چې د ښاروالۍ اړوند غصب شوې ځمکې يې په نښه کړې او د بېرته راګرځولو هڅې يې پيل کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن