Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې راستنو شوو ته د ځمکو وېش پیل شو او پکتیکا کې ورته ښارګوټی جوړېږي

غزني (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۴): غزني کې له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو وېشلو او پکتیکا کې ورته د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.

د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو مسوولینو تېره ورځ غزني ښار کې د کډوالو دویم نمبر ښارګوټي کې له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو د ویش لړۍ پیل کړه او دغه‌راز یې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پرانیستې.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي چې تېره ورځ یې غزني ولایت کې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، د غزني ښار د پس‌حصار اړوند شیخ عبدالسلام سیمه کې پر شاوخوا ۱۹۰۰ جریبه دولتي ځمکه زرو کورنیو ته د ځمکو نومرو د وېش لړۍ پيل شوه چې چارې به یې د ولایتي ادارې او ځانګړي ګومارل شوي کمیسیون تر څارنې لاندې په رڼه توګه ترسره شي.

نوموړي وویل، ټولو هغو کورنیو ته چې له کډوالۍ څخه دغه ولایت ته راستنې شوې او یا راستنیږي او د کډوالۍ معتبر اسناد ولري له طرزالعمل سره به سم ورته د استوګنې نومرې ورکړل شي.

هغه چې له دې څو ساعته وړاندې یې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې کډوالو لپاره د نوي جوړېدونکي ښارګوټي د چارو پرانیسته کوله وویل، دغه ښارګوټی چې ۱۶۵۲ استوګنیزې نومرې لري له هر ډول لومړنیو خدماتو به برخمن وي.

ترڅنګ یې د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر، حمدالله نعماني وویل پاکستان او ایران د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف، افغان کډوال په جبري ډول له خپلو هېوادونو څخه راوباسي.

نوموړي زیاته کړه، د راستنو شوو کډوالو لپاره یې د دایمي استوګنې په موخه په ځینو نورو ولایتونو کې هم د ښارګوټو په کچه د ځمکو د وېش چارې پیل کړې دي چې په وینا یې، هرې کورنۍ ته به د هغه د هر غړي پر سر، یوه ‌بسوه ځمکه ورکړل شي.

هغه غزني کې د کډوالو د دویم نمبر ښارګوټي په اړه وویل، دغه ښارګوټی ټولټال شپږ زره جریبه مساحت لري چې لومړی فاز یې ۱۹۰۰ جریبه دی او په تفصلي پلان کې یې ټولي لازمې اسانتیاوي په پام کې نیول شوې دي چې مسجد، مدرسه، ښوونځی، روغتیایي مرکز، سوداګریز مارکېټونه، تفریحي پارکونه او نوري اړینې اسانتیاوي به ولري.

ورته مهال هغه کورنۍ چې تازه له کډوالۍ راستنې شوې او دلته د سرپناه برخه ستونزې لري، خوشاله دي او له حکومت د لا ډېرو همکاريو غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.