Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر د محمداغې صنعتي پارک کې د ځمکو د وېش لړۍ پیلېږي

پل‌علم (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک کې ۲۵۰ جریب ځمکه پانګه‌والو ته د وېش لپاره چمتو ده او ژر به یې د وېشلو لړۍ پیل شي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس شبیراحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک چې پر ۱۵۰۰ جریب ځمکه په دوو فازونو کې جوړېږي، د لومړي فاز د ۲۵۰ جریب ځمکې چارې بشپړې شوې او ژر به پانګه‌والو ته ووېشل شي.

هغه زیاته کړه چې په دغه صنعتي پارک کې د پانګونې لپاره تر اوسه شپږو شرکتونو خپل غوښتنلیکونه ولایتي ادارې ته سپارلي او هڅه کېږي چې نور پانګه‌وال هم وهڅول شي څو په دغه پارک کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ رییس په وینا، د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک کې سوداګرو ته د ځمکو وېش برخه کې ځانګړی تخفیف په پام کې نیول شوی.

د نوموړي په خبره چې مخکې په دغه پارک کې یو جریب ځمکه سوداګرو په ۳۰ زره امریکايي ډالرو وېشل کېده، خو اوس یې بیه ۱۵ زره امریکایي ډالرو ته راښکته شوې ده.

د محمداغې صنعتي پارک چارې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې پیل شوې، مخکې ۵۰۰ جریب ځمکه ورته ځانګړې شوې خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ۱۰۰۰ جریبه نوره ځمکه هم ورته ځانګړې شوه.

د ولایتي مسوولینو په خبره، په دغه صنعتي پارک کې به د کار له بشپړېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ فابریکې فعالیت ولري او زرګونه وزګارو کسانو ته به په‌کې د کار زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.