Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غور ولايت يو شمېر اوسېدونکي په مرکز او ولسواليو کې د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي، له ډېرو کلونو راهيسې له دې ستونزې سره مخ دي او هېڅ حکومت هواري ته یې پاملرنه نه ده کړې.
د تخار ولایت د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو زرګونه کورنۍ چې د څښاک له پاکو اوبو بېبرخې دي وايي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېری وخت د باران له راټولو شوو اوبو څخه استفاده کوي.
د کندوز د علياباد ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د فارياب ولايت د لولاش ولسوالۍ په «لفرايي» سيمه کې شاوخوا درې زره کورنۍ له څو کلونو راهيسې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او هره ورځ د څو کیلومتره سختو لارو په وهلو سره د خرو په وسیله د اړتیا وړ اوبه برابروي.
. . .
د تخار مرکز تالقان ښار اړوند په آقمسجد سیمه کې د پنګاني کلي ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت لري او وایي، له کلونو راهیسې د خوږو اوبو پر ځای له تروو اوبو استفاده کوي.
په دایکنډي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) ولایتي مسوولین وايي، د دوی یو کلنې څېړنې (د ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه) ښيي چې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
کلات (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن