Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د واده یوه بس چپه کېدو له امله د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله یو پنځه کلن ماشوم مړ او د یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د هند په شمال اترا پردېش ایالت کې د یوه ټراکتور چپه کېدو پېښه کې د اتو ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې یوه کانال ته د موټر لوېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي.
د غور امنیه قومانداني وایي چې دغه ولایت کې د یوه باروړونکي موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
د پنجشېر د ترافیکو ادارې مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یوه کرولا موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قوماندانۍ وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ د يوه کرولا موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د غور امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت ساغر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه موټر چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ شوی او یو بل ټپي شوی دی.
. . .
د زابل امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ مسافروړونکي موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP