Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
خوست کې د ډاکټرانو اتحاديې پرېکړه کړې چې تر دې وروسته د دغه ولايت د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو له ښوونکو فيس نه اخلي.
د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د ځينو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکو او د ناروغیو د ناسم تشخیص له امله شکایت کوي، وایي چې ځیني ډاکټران د طبابت اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي او پر خلکو تجارت کوي.
په بلخ کې د ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکلو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د شفري نسخو مخنیوي په موخه یې جدي اقدامات پيل کړي دي.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او درمل پلورونکي وایي، په دغه ولایت کې ځیني شخصي روغتونونه او ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې لیکي او په دغه کار یې خپل تجارت روان کړی دی.
شاوخوا سل افغان ډاکټرانو د هغو نجونو لپاره چې زدهکړې یې ځنډېدلې، په وړیا ډول د طبي علومو پرلیکه زدهکړو زمینه برابره کړې او وایي، د ستوماتولوژۍ څانګې لپاره یې نوملیکنه روانه ده.
د ډاکټرانو یوه ډله د ۱۵ ورځو لپاره د سترګو وړیا درملنې په موخه بادغیس ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو یې هرکلی کړی دی.
د باغیس په لرې پرتو ولسوالیو کې یو شمېر ښځې د ښځینه متخصصینو له نشتوالي شکایت لري او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه او د ښځینه ډاکټرانو ګومارلو ته جدي پاملرنه وکړي.
په بادغیس کې یو شمېر درملپلورونکي د ډاکټرانو له خوا پر شفري نسخهلیکنې نیوکه کوي او وایي، دا چاره حتی د ناروغانو د ژوند په بیه تمامېدلای شي.
د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټران او مسوولین وایي چې دغه روغتون د روغتیایي او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي، پرېکړه یې کړې چې د ډاکټرانو له خوا د «شِفري او اصولو په پام کې نه نيولو سره د غيرقانوني» نسخو مخه به په کلکه نیسي.
د افغانستان طبی شورا وایي، تېر یو کال کې یې د طب پوهنځیو له نویو فارغ شویو ۴۷۹۸ ډاکټرانو د (Exit Exam) ازموینه اخیستې چې له همدې درکه یې ۲،۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP