Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان په لسو ولسوالیو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

فیض‌اباد (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د بدخشان د لسو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي په دغو ولسوالیو کې د روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي او وایي، لازمو روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي لپاره اړ دي څو په سختو لارو اوږد مزل وکړي چې له امله یې ځیني وخت ناروغان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

د خلکو او روغتیايي کارپوهانو د معلوماتو له مخې چې پژواک خبری اژانس ته یې ورکړي، د بدخشان ۲۸ اداري واحدونو له ډلې په شُکي، مایمي، تشکان، تګاب، کران او منجان، یمګان، زیباک، واخان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د (BHC) اساسي روغتیایي مرکزونه فعالیت لري، له فیض‌اباد پرته په درېیو ولسوالیو کې د ولسوالیو په کچه روغتیایي مراکز شتون لري او په نورو ولسوالیو کې «CHC» جامع روغتیایي مرکزونه فعال دي.

(BHC) اساسي روغتیایي مرکزونه هغو مرکزونو ته ویل کېږي چې په ډېره ابتدایي کچه خدمات وړاندې کوي، دا مرکزونه معمولاً په لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې وي، د هغو لومړني مسوولیتونه لومړني خدمات وړاندې کول لکه معاینه، د رایجو او معمولي ناروغیو لکه زکام، اسهال، تنفسي ناروغیو درملنه او دغه ‌راز ماشومانو ته د واکسین تطبیقول دي.

(CHC) جامع روغتیايي مرکزونه هغه مرکزونه دي چې د اساسي روغتیایي مرکزونو په نسبت پرمختللي خدمات وړاندې کوي، دا مرکزونه معمولاً د ولسوالیو یا په هغو سیمو کې چې وګړي یې نسبتاً ډېر وي فعالیت کوي او دا مرکزونه د منځنیو روغتیايي خدماتو په توګه یادیږي.

دغه‌ راز، د ولسوالیو (DHC) روغتیایي مرکزونه هغه مرکزونه دي چې پراخ روغتیایي او د درملنې خدمات وړاندې کوي، دا مرکزونه معمولاً په لویو او ګڼ‌نفوسه سیمو کې وي او د اصلي واحدونو په توګه د ولسوالیو په کچه فعالیت کوي، روغتیايي جامع او تخصصي خدمات، جراحي، له مور او ماشوم مراقبت، د عمومي روغتیا زده‌کړه او لابراتواري امکانات د ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو ځانګړتیاوې دي.

د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د متخصصو ډاکټرانو او معیاري روغتیايي خدماتو نشتوالی

د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ یو قومي مشر محبوب‌الرحمن طلعت وایي چې د ډاکټرانو نشتون او د دې ولسوالۍ (BHC) روغتیايي مرکز (CHC) مرکز ته د نه ارتقا له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ابتدايي دی او د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي، په ډېرو مواردو کې هغه ناروغان چې زموږ له ولسوالۍ د ولایت مرکز فیض‌اباد ته لېږدول کېږي، د لارې په اوږدو کې له جدي ستونزو سره مخ کېږي، ان داسې موارد هم شته چې ناروغ فیض‌اباد ته له رسېدو مخکې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه چې د تېرې یوې میاشتې څخه په کمه موده کې دوه خپلوان یې چې غوښتل یې د فیض‌اباد او کندوز روغتونونو ته لاړ شي، د لارې په اوږدو کې مړه شوي دي.

نوموړي وویل، خلک اندېښمن دي او تمه لري چې حکومت او نړۍوال بنسټونه دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او د یادې ولسوالۍ لپاره دې متخصص او معالج ډاکټران وګوماري.

د واخان ولسوالۍ د «قلعه پنجه» سیمې اوسېدونکی محمدعادل وايي چې په دې سیمه کې ۱۰۸ کورنۍ ژوند کوي، خو یو داسې روغتیايي مرکز چې وکولای شي خلکو ته لومړني خدمتونو وړاندې کړي، نشته.

هغه زیاته کړه: «موږ د روغتیا برخه کې ډېرې ستونزې لرو، ناروغان مو له ۱۰۰ کیلومتر ډېر مزل کوي څو د اشکاشم ولسوالۍ روغتون ته ورسېږي او بالاخره مرکز فیض‌اباد ته ۱۰۰ کیلومتر نوره لار ده، له اسلامي امارت او نړۍوالو موسسو غواړو چې زموږ روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وکړي او موږ ته کلینیک یا روغتیايي ځاله جوړ کړي.»

دغه‌ راز، د یمګان ولسوالۍ یو مخور یارمحمد نیازي وویل چې په دې ولسوالۍ کې اساسي روغتیايي مرکز فعال دی، خو د دغه مرکز امر یو نرس دی.

هغه زیاتوي: «څه موده مخکې، زموږ یو ځوان چې پښه یې ټپي شوې وه، غوښتل مو د فیض‌اباد روغتون ته یې ولېږدوو خو د لومړنیو روغتیايي خدمتونو نشتون او وینې بهېدنې له امله د لارې په اوږدو کې مړ شو؛ ځکه موږ باید ۱۲۰ کیلومتر مزل وکړو تر څو فیض‌اباد ته ورسېږو چې ناروغان مو په نیمه لار کې ژوند له لاسه ورکوي.»

یاد قومي مخور وايي چې که په دې ولسوالۍ کې معیاري روغتیايي خدمتونو او امکاناتو شته وای، ښايي ناروغ به یې اوس ژوندی وای.

د هغه په وینا، په یاده ولسوالۍ کې یوازې دوه کوچني روغتیايي مرکزونه په جوخان او اوشنګان سیمو که شته چې خلک باید دغو مرکزونو ته د رسېدو لپاره یو بشپړه ورځ پلی مزل وکړي. هغه ټینګار کوي چې د مړینې کچې د لوړېدو څخه د مخنیوي لپاره یادو مرکزونو ته باید د جامع مرکزونو تر کچې او ولسوالۍ روغتونونو پورې ارتقا ورکړل شي.

هغه وویل: «د دغو دوو مرکزونو خدمتونه کم دي او د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولای، له اسلامي امارت او نړۍوالو موسسو مو غوښتنه دا ده چې موږ ته ډاکټران وګوماري چې ابتدایي ناروغۍ لکه شری او توره ټوخله تشخیص کړای شي او زموږ روغتیايي مرکزونو ته له اساسي څخه جامع او د ولسوالۍ روغتون ته ارتقا ورکړي؛ ځکه له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»

روغتیايي کارپوهان: په یو شمېر ولسوالیو کې د ډاکټرانو نشتون د مړینې د ډېرېدو یو لامل دی

یوه روغتیایي کارپوه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، په لسو ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونه د اساسي روغتیايي مرکز (BHC) په کچه وړاندې کېږي او د عامې روغتیا وزارت له نورمونو سره سم د یادو روغتیايي مرکزونو امرین نرسان دي او دا خدمتونه د نرسانو او قابلو له لورې وړاندې کېږي.

هغه زیاتوي، د بدخشان ډېری ولسوالۍ پېچلې جغرافیا لري او روغتون ته رسېدل خلکو لپاره ستونزمن دي خو په دغو لسو ولسوالیو کې ډاکټر نشته چې لومړنۍ ناروغۍ تشخیص کړي او پر وخت یې درملنه وشي، په دغو مرکزونو کې پر نرسانو او قابلو اکتفا شوې؛ ځکه چې د عامې روغتیا وزارت د نورمونو له مخې د روغتیا اساسي او فرعي مرکزونه ډاکټرانو ته اړتیا نه لري.

یاد روغتیايي کارپوه ټینګار کوي چې سختو لارو او د ترانسپورت او غوره مواصلاتي لارو نشتون ته په کتو باید بدخشان د عامې روغتیا وزارت له دغه نورم څخه مستثنا وي، د خلکو اړتیاوې باید درک شي او په هغو زیانمنو سیمو کې چې په بېړنۍ توګه روغتون ته د ناروغ لېږدول ستونزمن دي، باید ورته پرمختللی روغتیايي مرکز چې معالج ډاکټران، تشخیصه خدمتونه، لابراتوار او امبولانس ولري، په پام کې ونیول شي.

د هغه په خبره، د بدخشان په ولسوالیو کې د بسترلرونکو او پرمختللیو روغتیايي مرکزونو نشتون د دې لامل شوی چې ډېری ناروغان پر لاره ژوند له لاسه ورکړي او که لومړني روغتیایي مرکزونه جامع او د ولسوالیو روغتون ته ارتقا ومومي، د جراحۍ برخې، لابراتوار او د امبولانس خدمتونه به فعال شي چې دا چاره د ناروغانو مړینه کې د پام‌وړ کموالی رامنځته کولای شي.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست: د روغتیايي مرکزونو د ارتقا لپاره هڅې روانې دي

د بدخشان د عامې روغتیا رییس قاري عتیق‌الله فیضي د بدخشان په څه باندې لسو ولسوالیو کې د ډاکټرانو او د پرمختللي روغتیايي خدماتو نشتوالی مني او وایي چې دغو ولسوالیو کې اساسي روغتیايي مرکزونه شته چې په کې ډاکټران نشته او خدمات د نرسانو او قابلو له خوا وړاندې کېږي.

نوموړی وایي چې دا چاره د بدخشان د خلکو د اندېښنې سبب ګرځېدلې، د عامې روغتیا ریاست د دغو مرکزونو د ارتقا په موخه ډېرې هڅې کړې دي او لا هم دا هڅې روانې دي.

هغه زیاتوي: «باید دا ومنو چې د بدخشان د ولسوالیو سختو لارو په ټولو برخو، په ځانګړي ډول د روغتیا برخه کې ستونزې رامنځته کړې دي.»

د بدخشان د عامې روغتیا رییس د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د مېندو، ماشومانو او لویانو مړینې ډېرېدل د معیاري روغتیایي خدماتو له نشتوالي، پېچلې جغرافیا، سختو لارو او په ځينو سیمو کې د مخابراتي خدماتو نشتوالي له امله مني او وایي چې دا اوسني روغتیايي مرکزونه د دغه ولایت د خلکو اړتیاو ته بسنه نه کوي او باید د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالیو په کچه روغتونونه جوړ شي.

خو هغه زیاته کړه: «په ټولو ولسوالیو کې د روغتونونو جوړول منظور شوي، خو د بودجې نشتوالي له امله ځنډېدلي، د خواهان او تګاب ولسوالیو په ګډون د یو شمېر روغتیايي مرکزونو، ولایتي روغتون له ۱۲۰ بستریز څخه ۲۵۰ بستریز ته د ارتقا او د هغو د ودانیو او اداري جوړښت لپاره راتلونکي کال کې بودجه په نظر کې نیول شوې چې ډېر ژر به یې د چارو د پیل شاهدان واوسو.»

هغه وايي چې د بدخشان د عامې روغتیا ریاست هوډ لري چې خلکو ته د روغتیا په برخه کې معیاري خدمانت وړاندې کړي او هڅه کوي څو راتلونکې کال کې د روغتیا په برخه کې د دغه ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، د هېواد ۷۷ سلنه ولسوالۍ داسې روغتونونه نه‌لري چې د ولسوالۍ په کچه فعالیت ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.