Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د روغتیا نړۍوال سازمان له غزې تر افغانستانه د ۴۲ بحراني سیمو څه باندې ۳۰۰ میلیون اوسېدونکو ته د مرستو رسولو لپاره د ۱.۵ میلیارد امریکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په کچه ۳۲۲۸ کسان د نسناستي پر ناروغۍ اخته شوي چې د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولي په ځینو هېوادونو کې د بیزو تڼاکې (اېمپاکس) ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، دغه سازمان د دې ناروغۍ مخنیوي ته د یوه لومړيتوب په توګه ځواب ورکوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د دخانیاتو نه کارول او له سبزیجاتو او مېوو ډېره استفاده پر سرطان د اخته کېدو خطر را کموي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د ډينګي میاشې په کورونو او له کورونو بهر له اوبو ډکو لوښو کې وده کوي، خلک باید د اوبو د لوښو، حوضونو او ویالو له پاک ساتلو سره د ډينګي له ناروغۍ مخنیوی وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې یې افغانستان کې ۳۴۴ زره او ۳۹۴ کسانو ته بېړني روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي چې په افغانستان کې ۱۳ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي او په دغه هېواد کې د ماشومانو او میندو مړینې مخنیوي برخه کې د درملو چمتو کولو او له روغتونونو د ملاتړ لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP