Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیواېچ‌او: اپرېل میاشت کې څه باندې ۲۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایرانه هېواد ته ستانه شوي

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) وايي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې ۱۰۷ زره یې په جبري توګه ایستل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو ویلي چې په دواړو لویو سرحدي نقطو (اسلام کلا او تورخم) کې «یو بشري ناورین» در امنځته کېدو په حال کې دی.

دغه سازمان ویلي: «د اپرېل له لومړۍ تر ۳۰مې، څه باندې ۲۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي چې شاوخوا ۱۰۷ زره په زور ایستل شوي په کې شامل دي.»

سرچینې زیاته کړې چې په راستنو شوو کسانو کې د تروما ترڅنګ د خوارځواکۍ، د حاد اسهال او شدیدې تنفسي ناروغۍ او رواني ستونزې هم لیدل شوې دي.

یاد سازمان لیکلي چې له نورو بشري شریکانو سره په همکارۍ، د عامې روغتیا د ادارې ټیم (پي‌اېچ‌ای) چې د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري تمویلېږي، په اسلام‌کلا بندر کې راستنېدونکو ته حیاتي روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

له دې مخکې هم د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي وو چې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ تورخم کې راستنیدونکو ته حیاتي روغتیايي خدمتونه چمتو کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.