د امر بالمعروف وزارت وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې د ښځو د حقونو اړوند نږدې ۳۵۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده او زیاتوي چې د ښځو حقونه د اسلام له اساسي ارزښتونو دي او هغه وخت خوندي کېږي چې ټولنه د عدالت، اخلاقي ارزښتونو او اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړه وي.
د اسلامي امارت ویاند د ښځو د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت ویلي، کوم حقوق چې اسلامي شریعت ښځو ته ورکړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي.
د افغانستان نجونو، ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، د ښځو حقونه په اسلام کې خوندي ځای لري او نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي.