کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند د ښځو د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت ویلي، کوم حقوق چې اسلامي شریعت ښځو ته ورکړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي.
نن د مارچ اتمه د ښځو نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د همدې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «مېرمنې زموږ میندې، خوندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي، کوم حقوق چې اسلامي شریعت ورته معرفي کړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي.»
هغه لیکلي، د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د امارت لومړیتوب دی، نن سبا افغان مېرمنې له فزیکی او رواني پلوه په مصئونیت کې ژوند کوي، د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې او هېڅوک نه شي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري.
د مجاهد په خبره، د اسلامي امارت د محاکمو او نورو اړوندو ارګانونو مکلفیت دی چې د ښځو د حقوقو په تأمین کې خپله ټوله هڅه وکړي؛ د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي، د مهر او میراث حق ورته حاصل او د هغوی له ټولو حقوقو ساتنه او څارنه وکړي.
مجاهد دغه راز زیاتوي: «د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغاني مېرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي، خو باید هېره نه شي چې موږ د افغان مېرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري چې د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي.»
د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د مارچ اتمه د ښځو نړۍوالې ورځې په توګه پېژندلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP