Language

امیري: نړۍ دې د افغان نجونو او ښځو ترڅنګ ودرېږي

کابل (پژواک، ۵ زمري ۱۴۰۲): د افغانستان نجونو، ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، په اسلام کې د ښځو حقونه خوندي دي او نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي.

د افغانستان نجونو، ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «متحده عربي اماراتو ته سفر او د البانیا، بنګله‌دېش، مراکش، سعودي عربستان، د اسلامي همکاریو سازمان او ټونس له استازو سره وروستۍ خبرې او تعاملات هیله بښونکی وو، دغو استازو وویل چې د ښځو حقونه په اسلام کې خوندي او د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دي.»

امیري زیاته کړې، په دې لیدنه کې یې هوکړه کړې څو د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې د افغانانو ملاتړ په موخه ګډ کار ته دوام ورکړي.

امیري زیاتوي: «د افغان ښځو او نجونو ځپل یوه بوږنونکې پیلامه ده، دغه تګلاره باید مسلمان هېوادونه عادي ونه ګڼي او نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي.»

د امیري دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو تل ټینګار کړی چې د نجونو او ښځو حقونو ته د شریعت په چوکاټ کې ژمن دي.