Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د پنځمې کالیزې نمانځلو مراسمو کې د رسنیو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو او بورې بیې ټیټې شوې خو د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت بېرته یو څه لوړ شوی دی.
د سوکوهنې د مسلمان افسانوي لوبغاړي محمدعلي کلي مېرمن خلیله کلي او ورسره مل پلاوی نن کابل ته راغلل.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د سینمایپامیر په سیمه کې د تېرې ورځې د چاودنې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس – چې له امله یې۱۱ تنه ټپیان او یو ماشوم وژل شوی – په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
کابل ښار کې د جوګي قوم یو شمېر کورنۍ له سرپرست حکومته د کورونو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي، له دغو جوګیانو یو وایي: «د ډوډۍ سوالګر خو یو خو د کور سوالګر دې نه یو.»
د کابل د پاورلفټېنګ ریاست وایي چې د کابل ښار له شپږو کلبونو څخه د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنګ سیالۍ پیل شوې.
ستره محکمه وایي چې په کابل او خوست ولایتونو کې ۱۴ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.
په کابل کې د ۱۲ ولایتونو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ملي سیالۍ پیل شوې.
په کابل کې د اتو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ نن پیل شوې چې دوه ورځې به دوام ولري.
د کابل ښار یو شمېر خلک په هوټلونو کې د ودونو مراسمو ته د نابللو کسانو له ورتګه شکایت کوي، بلخوا، د چارو پوهان په دغه ډول مراسمو کې د نابللو کسانو ګډون «ناسم فرهنګ» بولي او وايي، حکومت باید د دې ستونزې هواري لپاره یو میکانيزم رامنځته کړي.
په کابل کې د ۱۴ ولایتونو د ۲۸۱ ورزشکارانو تر منځ د آشي هارا کاراټې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د غوراوي په موخه ملي سیالۍ پیل شوې.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۳ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP