Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د حکومت له خوا په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د پلور لړۍ پیل شوه

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): نن په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د امارتي شرکتونو له لوري په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ رسماً پیل شوه.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال وویل چې نن د کابل ترڅنګ د یو شمېر سړو ولایتونو اوسېدونکو ته د ډبرو سکرو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.

هغه زیاته کړه، په لومړي پړاو کې ۱۳۰ زره ټنه د ډبرو سکاره چمتو شوي او د اړتیا په صورت کې به نور هم هېوادوالو ته وړاندې شي.

نوموړی وایي چې د شمال امارتي شرکت د ډبرو سکرو انتقال او ټوله پروسه پر مخ وړي.

هغه وویل چې د کابل په ټولو ناحیو کې به یو ټن د ډبرو سکاره په ۶۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي او هغه ولایتونه چې لرې وي او په انتقال یې ډېر لګښت راځي، په ۷۲۰۰ افغانۍ به پلورل کېږي.

په یاده غونډه کې د شمال امارتي شرکت د پلور او بازارموندنې مسوول قیوم احمدزي وویل چې د ډبرو سکاره د ده سبز ولسوالۍ ته راوړل شوي او له هغه ځایه به د کابل ټولو ناحیو ته انتقال شي.

غلام‌سخي د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکي چې د ډبرو سکرو اخیستو ته راغلی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې حکومت دوی ته په ارزانه بیه د ډبرو سکاره ورکوي.

هغه وویل: «زه دومره توان نه لرم چې په بازار کې په لوړه بیه د ډبرو سکاره واخلم او دلته مې نن یو ټن په ۶۸۰۰ افغانۍ واخیستل.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم حکومت په ژمي کې د ډبرو سکاره کابل ته راوړي وو او پر خلکو یې په ټیټه بیه ورکول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.