د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي، په کابل کې د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د اذربایجان سفیر کابل کې د خپل هېواد سفارت پرانیستلو په اړه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.
یو خبر خپور شوی چې ګواکې د کابل ښار قصبې سیمه کې پر یوه کرولا موټر د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي خو د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د یادې پېښې په اړه معلومات نه لري او د کابل امنیه قومانداني یې هم ردوي.
د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې ټیټې شوې خو د مالیزیايي غوړو په بیه کې یوڅه زیاتوالی راغلی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي چې د کابل ښار ۱۶مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یې یو کس د انسانتښتونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
يوه هندي پانګوال له افغان چارواکو سره په ليدنه کې ویلي، افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او غواړي د سربو، جستو او ډبرو سکرو کانونو برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان بانک سبا (دو شنبه) د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د مالیزیایي غوړیو، قزاقي اوړو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د هندي بورې بیه ټیټه شوې ده.
کابل کې د لسو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو او واټر پولو برخه کې د ملي لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
کابل کې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» تر عنوان لاندې غونډه پیل شوه.
د افغانستان مرکزي بانک راتلونکې چهارشنبې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د هندي بورې، غوړیو او سروزرو بیې هم لوړې شوې دي.