<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): يوه هندي پانګوال له افغان چارواکو سره په ليدنه کې ویلي، افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او غواړي د سربو، جستو او ډبرو سکرو کانونو برخه کې پانګونه وکړي.</p>
<p style="text-align: justify;">د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې تېره ورځ د ياد وزارت سرپرست مولوي شهابالدین دلاور له یوه هندي پانګوال سره وکتل.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچينه زياتوي، هندي پانګوال د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خوښي وښوده او ويې ویل چې افغانستان د پانګوالو لپاره ډېر ښه فرصتونه لري او د هېواد د سرب، جستو او ډبرو سکرو د کانونو په برخه کې یې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.</p>
<p style="text-align: justify;">د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياده ليدنه کې مولوي دلاور وویل، هغه بهرني پانګوال چې غواړي د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي، ياد وزارت د هغوی د هڅونې او راجلبولو په برخه کې قانوني همکاریو او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.</p>