Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان سرپرست حکومت کابینې په کابل کې د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحې د تایید ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت اړوند د زرقي محلولونو فابریکې فعالولو وړاندیز هم تایید کړ.
د کابینې د پرېکړې له مخې، په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي اوسېدونکي – چې د ۱۴۰۱ مالي کال تر پایه یې د خپلو اپارتمانونو ۵۰ سلنه قسطونه تحویل کړي، له لس سلنه تخفیفه برخمن کېدای شي.
د افغانستان کابینې د مالیاتو راټولولو لپاره د اصنافو د نوي نورم د تصویب ترڅنګ پرېکړه وکړه چې د اوبو او برېښنا وزارت دې د نورستان په مرکز کې د برېښنا د وېش اړوند چارې ترسره کړي.
کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.
د کابینې په غونډه کې د جعل او تزویر د مخنیوي په موخه، د قبالو د وېش د څرنګوالي کړنلاره تصویب شوه او اړوندو محکمو او بنسټونو ته دنده ورکړل شوه څو د کړنلارې له مخې، قبالې ووېشي.
د سرپرست حکومت کابینې کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې کړنلاره او د درې میلیون پاسپورټونو د چاپ په اړه د مالیې وزارت غوښتنه تایید کړه.
د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جواز لرونکو موټرو اړوند موضوع څېړل کېږي او د هغو موټرو موضوع محکمې ته سپارل کېږي چې د نشه يي توکو د جرمونو په تور ضبط شوي دي.
د افغانستان کابینې د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو ټینګولو او هېواد ته د هغوی د بېرته راستنولو کمېسیون جوړښت تصویب کړ.
کابينې د سيم کارتونو د ثبت او بايوميټريک کولو وړاندیز تایید کړی او د چارو ادارې ته يې دنده سپارلې څو د پخوانیو چارواکو بې برخليکه کورونه په خپل کنټرول کې راولي.
د کابینې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته امنیتي ځواکونه نه شي کولی له وسلو، نظامي یونیفورم او وسايطو سره تفریحي پارکونو ته ننوځي.
کابینې له جلال اباده پېښور او له کندهاره کوېټې ته د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ تایید کړی او پرېکړه یې کړې چې له دې وروسته هيڅ اداره د خپلو عایداتو د مصرف حق نه لري.
کابینې د عشر او زکات ادارې د جوړښت پرېکړه وکړه او یوه پلاوي ته یې دنده وسپارله چې د ملي پراختیا شرکت د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره د مالي سرچینې پیدا کولو په اړه څېړنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP