ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابینې د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه تایید کړه

کابینې د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه تایید کړه

author avatar
28 Feb 2023 - 16:40
کابینې د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه تایید کړه
author avatar
28 Feb 2023 - 16:40

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د چارو اداره وايي، کابینې د ۱۴۰۲ مالي کال بودجې سند تایید کړ او ماليې وزارت ته يې په اړه د اړینو کړنو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پرېکړه د اسلامي امارت کابینې په ۲۵مه غونډه کې – چې د رییس‌الوزراء ملامحمد حسن اخند په مشرۍ تېره ورځ ترسره شوه- کړې ده.

په خبرپاڼه کې د بودجې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

سرچینې لیکلي چې په یاده غونډه کې ریاست‌الوزرا‌ء د پاسپورټ ریاست د چارو د ښه سمون او ستونزو د حل په موخه د ټاکل شوي پلاوي وړاندیزونه هم تایید شول.

د خبرپاڼې له مخې، د کابینې په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د جبل‌السراج د سمنټو پروژې پخوانی قراداد فسخ کړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د کابینې په غونډه کې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ولایتي تخنیکي پلاوو په همکارۍ د غصب شوو ځمکو راګرځولو او ستونزو د حل په موخه ولایتونو ته سفرونه وکړي.

Views: 1013

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.