کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): کابینې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید کړه او اړوندو ارګانونو ته یې دنده سپارلې څو یې پلې کړي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د رییسالوزرا ملامحمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه.
سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې، له هر اړخیز بحث وروسته د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه چې د کورنیو چارو وزارت له لورې چمتو شوې وه، تایید او اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه څو یاده طرحه تطبیق کړي.
خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په دې غونډه کې همدا راز له مالدارو سره د موسسو له لوري د شوو مرستو راپور وړاندې شو او اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکي کې خپلې چارې د طرزالعمل مطابق له اړوندو ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې او د پژواک اژانس د خپرو شوو راپورونو له مخې، په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا څلورنیم زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن