د کندهار ښاروالي وايي چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پنځه زره مترمکعب په اندازه د استنادي دېوالونو جوړولو یوې پروژې چارې پیل شوې.
د کندهار د مرکز اړوند په درېیمه ناحیه کې د ښاروالۍ له خوا د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز نهمې حوزې اړوند لویه ویاله سیمه کې وړمه شپه د دېوال چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د کندهار ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د عینو مېنې په سیټا څلورلارې کې د امنیتي کسانو په ډزو کې یو ۱۵ کلن تنکی ځوان وژل شوی دی.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراټورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپېکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي.
د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې د غلا او لواطت په جرم نیول شوو نهو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې یو لس کلن ماشوم – چې کاغذونه یې ټولول – لېونیو سپیو داړلی او وژلی دی.
د کندهار د ټرافیکو مدیریت وایي، سر له نن څخه د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو لویو باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کندهار ښار ته داخل شي.
د کندهار ښار په هرات او ښکارپر بازارونو کې سلګونو کسانو نن دوشنبه وروسته له هغه خپل دوکانونه د احتجاج په توګه وتړل چې امنیتي کسانو یې دوکانونو ته ښځینه مشتریانې له ورتلو منع کړې.
په کندهار ښار کې لویه ولسي غونډه روانه ده چې د چارواکو په وینا، د «اسلامي امارت» مشرانو، ديني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د پخواني حکومت ځینو چارواکو، فرهنګیانو، لیکوالانو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی چې شمېر یې شاوخوا ۳ زره کسانو ته رسېږي.
په کندهار کې د سلګونو کسانو له لوري د ښار پاکولو او چاپېريال ساتنې اشر وشو.
د کندهار ملي بس تصدۍ په یوه تازه ګام کې پنځه له کاره لوېدلي مليبسونه ترمیم کړي او نن (د چنګاښ ۱۱مه) یې بېرته په ښار کې په فعالیت پیل وکړ.