Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ملالۍ میوندي له سبسټېشنه د برېښنا د وېش شبکه د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یو شمېر چیني سوداګرو کندهار ته د سفر پرمهال ویلي، غواړي چې له دغه ولایته خپل هېواد ته د انارو صادرات پیل کړي.
د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې چې مخکې نیمګړې پاتې وې، بېرته پيل شوې.
ځایي مسوولینو په کندهار کې د زعفرانو یوه ورځني نندارتون پرمهال وویل چې ددغه ولایت په ۴۴۱ جریبه ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.
کندهار کې د اسلامي امارت مشر د وزیرانو شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، له خلکو سره له زوره کار مه اخلئ چې بیا مقابله درسره کوي او ټولو هېوادوالو ته له توپیر پرته خدمات وړاندې کوئ.
کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي یو شمېر افغانان وايي چې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې له لنډمهاله کمپونو وروسته به چېرته ځي.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله یو ۲۱ کلن ځوان وژل شوی او یو بل ۳۵ کلن کس ژوبل شوی دی.
ملا عبدالغني برادر وایي، د نړۍ هیڅ هېواد په داسي شکل کډوال له خپل هېواده نه دي ایستلي، لکه افغانان چې په دې ورستیو کې را ایستل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، قطر هېواد پلان لري چې به نږدې راتلونکي کې په کندهار ولایت کې د یوه ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل کړي.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت میوند ولسوالۍ په اختري سیمه کې د یوه پخواني ماین چاودنې یو کس وژلی دی.
د کندهار ولایت د سپينبولدک ولسوال وايي، پاکستان د ټولو اسلامي او نړۍوالو اصولو خلاف په زور او ظلم افغان کډوال را وباسي.
د کندهار نېښ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیايي خدماتو له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې امکانات یې کم دي او ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP