Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د میدانوردګو ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او مشرانو په منځګړيتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دوه څو کلنې دښمنۍ پای ته ورسېدې.
په غزني ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د حکومتي چارواکو، دیني علماوو، او قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۰ او ۳۶ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېدې.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې يو ډاکټر وژل شوی او شپږ کسان ټپيان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په کونړ کې له شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، په فراه کې له ۴۰۰ کورنیو سره نغدي او په هلمند کې له زرو مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو مرستې وشوې.
د فراه ولایت په مرکز کې د یوه کس د وژل کېدو له امله د اتو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې اووه کلنه دښمني پاې ته ورسېده.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
ځینې کونډې په داسې حال کې د ژوند له ناخوالو او اقتصادي ستونزو سرټکوي چې د دیني عالمانو په وینا، د ټولنې ټول وګړي او حکومت د بېوزلو د لاسنیوي مسوولیت لري او حکومت بیا وایي چې له کوڼدو سره د مرستو لړۍ روانه ده.
نیمروز کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني چې له امله یې د دواړو لورو دوه کسان هم وژل شوي، د ځايي مسوولینو، مخورو او دیني علماوو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د سرپل سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په مڼځګړيتوب د درېیو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شو.
سیمهییز مسوولین وایي چې لوګر او لغمان ولایتونو کې له څه باندې درې زره کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.
کندوز کې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP