ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د اتو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

فراه کې د اتو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
6 Mar 2024 - 16:02
فراه کې د اتو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
6 Mar 2024 - 16:02

فراه ښار (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د فراه ولایت په مرکز کې د یوه کس د وژل کېدو له امله د اتو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې اووه کلنه دښمني پاې ته ورسېده.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د فراه د عالمانو شورا مالي او اداري مسوول عبدالقوي حقاني وویل چې شاوخوا اووه کاله وړاندې د مرکز اړوند د څلورمې ناحیې په ملنګ‌جان پارک کې د یو شمېر ځوانانو ترمنځ نښته شوې وه چې په پایله کې د شېراحمد د کورنۍ یو غړی وژل شوی و.

هغه وویل: «په دې نښته کې یو ځوان یوې خواته وي او اووه نور ځوانان بلې خواته وي چې دغه یو ځوان په کې وژل کېږي او د اتو کورنیو ترمنځ دښمني رامنځته کېږي.»

هغه وايي چې تېره ورځ د حکومتي مسوولینو، عالمانو شورا غړو، قومي مشرانو او عامو خلکو په منځګړتوب دغه ستونزه د تل لپاره حل شوه.

دغه راز، د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی سباوون پژواک ته وویل چې دغو کورنیو له اوو کلونو راهسیې ډېره دښمني کړې وه، خو تېره ورځ حل شوه.

ده وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د خلکو ترمنځ دغه ډول ستونزې د جرګو او مرکو له لارې حل کړي.

همدارنګه یوه قومي مشر حاجي خداداد چې په یاده روغه جوړه یې برخه لرله، پژواک ته وویل، حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو ډېره هڅه وکړه چې دښمني په دوستي بدله کړي.

نوموړي وویل: «دغه ډول روغې جوړې ډېرې ګټې لري؛ ځکه د خلکو دښمني خلاصېږي او دوستي شروع کېږي، خدای پاک دې ټولو ته توفیق ورکړي چې دغه ډول روغې جوړې وکړي.»

په یادې دښمنۍ کې د ښکېلو کورنیو یوه غړي فېروز بارک پژواک ته وویل، ډېر خوشحاله دی چې د دوی اووه کلنه دښمني حل شوه.

هغه وايي چې د یادې دښمنۍ له امله په دغو څه باندې اووه کلونو کې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ وو خو اوس ښه وشول چې دغه لویه ستونزه یې حل شوه.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو په هلو ځلو په نورو ولایتونو کې هم ورته دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.

Visits: 187

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.