ژبه

غزني کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

غزني ښار (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۳): په غزني ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي حافظ امین جان عمري پژواک ته وويل چې د خواجه عمري ولسوالۍ اړوند قلعه نو کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د قتل د موضوع پر سره رامنځته شوې دوولس کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.

نوموړي وویل: «۱۲ کاله وړاندې د عبدالبصیر او زلمي د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې وه چې د زلمي زوی په کې قتل شوی و او له هغه وروسته دواړو خواوو یو او بل ته لارې نیولې خو اوس يې مشکل حل شو.»

هغه زیاته کړه، شخړې او کليوالي ناندرۍ خلک بد مرغه کوي، ژوند يې له ګواښ سره مخ کوي او په ټولنه کې ستونزي رامنځته کوي.

هغه پر خلکو غږ وکړ چې په ټولنه کې دې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

نوموړي دغه راز وویل چې د دغه ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم دې ته ورته لويې او وړې شخړې شته چې د حل لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

د خواجه عمري ولسوالۍ یوه قومي مشر او د یادې جرګې غړي مجمر پژواک ته وویل، له کلونو راهیسې د یادو کورنیو ترمنځ ستونزې وي خو اوس یې مشکل حل شو.

نوموړي وویل: «له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورګلوۍ تر سيورې لاندې ژوند کوي او په ښو چارو کې به يو بل ته لاس ورکوي.»

په غزني کې یوه مدني فعال شېراحمد سهیم وویل، دا ډول روغې جوړې کولای شي چې خلک سره یو کړي او ولسوالیو او کلیو کې پرمختګ رامنځته شي.

نوموړي له یادو سمیه‌ییزو مسولینو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دې شخړې د حل لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

هغه د هېواد د نورو سیمو پر حکومتي مسولینو، علماوو او قومي مشرانو هم غږ وکړ چې په خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ستونزې او بدې هوارې کړي.

د یادوني ده چې له دې مخکې هم د غزني ولایت په قره باغ، جاغوري، ناور، ګیلان، اجرستان او ناوې ولسوالیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ یو شمېر ستونزې او دښمنۍ د سیمه‌ییزو مسؤولینو، علماو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هوارې شوې دي.

ورته موضوع